دا د ۲۰۲۱ کال په دوبي کي پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسي لومړی ځل دی چي جرمني په ډله ییزه توګه افغانان بېرته افغانستان ته لېږي.
د جرمني خبري اژانس د راپور له مخي د جرمني د حکومت ویاند د افغانستان دغه اتباع جنایي مجرمین وبلل، خو په دې اړه یې نور جزیات ورنه کړل.
افغانستان ته د ډیپورټ سویو افغانانو شمېر ۲۸ ښودل سوی دی.
جرمني دغه اقدام وروسته له هغه کوي چي تېره اوونۍ د جمعې په ورځ په زولینګن ښار کي په یوه فیسټیوال کي یو کس د چړې په وارونو درې کسان ووژل او اته نور یې ټپیان کړل.
مشکوک کس د سوریې وګړی ښودل سوی چي په جرمني کي یې د پنا غوښتنه کړې ده.
له دې او دې ته ورته نورو پېښو وروسته د جرمني صدراعظم یوځل بیا ټینګار وکړ چي په دې هيواد کي مېشت ډېر کډوال به بېرته افغانستان او سوریې ته ستانه کړي.