د رزګان خبريالان د لنډ مهاله روزنيزو ورکشافونو د زياتيدو غوښتنه کوي

د رزګان خبريالان د لنډ مهاله روزنيزو ورکشافونو د زياتيدو غوښتنه کوي په روزګان ولايت کي ميشت خبريالان وايي په رسنيزه برخه کي د تخطيو د مخنيوي لپاره په کار ده چي دوی ته لنډمهاله روزنيز ورکشافونه ورکول سي. دا په داسي حال کي ده چي تازه په دې ولايت کي ۲۵ تنه خبريالانو ته د خبريالانو د خونديتوب کميټي له خوا روزنه ورکول شول.