د رسنیو پر وړاندي د ط..البانو د سانسور د دوام په ترڅ کښي، په لغمان ولایت کښي د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز لګولی دئ.
يو شمېر خبريالانو په دې اړه جدي اندېښنه ښودلي او ویلي ئې دي، چي دا بندیز د رسنیو د ازادۍ پر وړاندې یو جدي ګواښ دئ. دوی له ط..البانو غوښتي، چي د رسنیو ازادي دي نه محددوي او ژورنالستانو ته دي اجازه ورکړل سي، چي د خپل مسلک مطابق کار ته دوام ورکړي. د رسنیو فعالانو خبرداری ورکړی، چي د دا ډول محدودیتونو له امله د معلوماتو خپرولو او د بشري حقونو د وضعیت په اړه د پوهاوي کمولو له پاره ناوړه پايلي لري.
دا په داسې حال کښي ده، چي ط..البانو له ۲۰۲۱ کال راهیسي، کله چي دوی په کابل کښي واک ترلاسه کړ، د رسنیو، ښځو د حقونو او کلتوري فعالیتونو پر وړانديسخت محدودیتونه لګولي دي. د ط..البانو دغه کړنه د نړۍوالو بشري حقونو د سازمانو له خوا هم غندل سوې او له هغوی څخه ئې غوښتنه کړي چي د رسنيو او خلګو ازادۍ ته دي اجازه ورکړي.