د روان مالي کال په لومړیو څلورو میاشتو کي افغانستان ته د پاکستان د صادراتو په برخه کي پام وړ زیاتوالی راغلی، چي د تېر کال د همدې مودې له ۱۸۲.۶۲ میلیونه ډالرو څخه ۲۹۱.۷۷ میلیونه ډالره لوړوالی ښيي.
پاکستاني چارواکي دا ۵۹.۸۳ سلنه ډېروالی د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا لپاره مثبت ګام ګڼي.
سره له دې چي د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکي لا هم ترینګلي دي، افغانستان د پاکستان درېیم لوی سیمهییز صادراتي بازار دی، چي د کرنیزو محصولاتو، درملو او نورو اساسي توکو سوداګري پکښي شاملېږي.
بل خوا پاکستان بیا اکثره وخت د افغانستان صادراتو ستونزي جوړوي او له سوداګرو څخه په بېلابيلو پلمو پیسې اخلي او مالونه یې د ډیري مودې لپاره بند پاته وي.