د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کي په هیواد کي ۱۲۵ ښوونځي او ۳۸ دیني مدرسې جوړي سوي دي

د پوهنې وزارت ویاند “منصور احمد حمزه” وايي چي د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کي په هیواد کي ۱۲۵ ښوونځي او ۳۸ دیني مدرسې جوړي سوي دي.

د هغه په وینا، دا ښوونځي او دیني مدرسې د خیریه بنسټونو او سوداګرو په مالي ملاتړ د یو میلیارد او ۲۲۴ میلیونه افغانیو په لګښت جوړي سوي او پرانیستل سوي دي.

د حکومت د پوهني وزارت ویاند زیاته کړه چي اوس مهال په ټول افغانستان کي نژدې ۱۱ میلیونه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.

ده څرګنده کړه چي په دولتي او خصوصي ښوونځیو کي ټولټال ۱۰ میلیونه او ۹۱۴ زره او ۳۸ زده کوونکي په ده کړو بوخت دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *