د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي افغانستان د روان ۱۴۰۳ لمریز کال په اتو میاشتو کي د دریو اروپايي هیوادونو په ګډون د سیمي او ګاونډیو هیوادونو ته د نږدې ۳۳ میلیونو ډالرو په ارزښت څه باندي ۶۳ زره ټنه انار تراوسه صادرکړي دي.
د دغه وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد وايي، چي زیاته برخه دا انار پاکستان، هند، تاجیکستان،اوزبیکستان، ترکمنستان، قزاقستان، متحده عربي اماراتو، عراق، قطر، بریتانیا، جرمني او اتریش ته صادر سوي دي.
تازه او وچي میوې او طبي نباتاتو صادرات د افغانستان د صادراتي توکو عمده برخه جوړوي او د ځینو اروپايي هیوادونو په ګډون د سیمي او ګاونډیو هیوادونو کي د خرڅلاو ښه بازار لري.
ددغه وزارت د معلوماتو له مخي په تیر ۲۰۲۳ کال کي د افغانستان د صادراتو کچه نږدې دوو میلیاردو ډالرو ته رسیدلې وه.