د روزګان اوسېدونکي وايي، د کانونو پیسې دي په یاد ولایت کي ولګول سي

په روزګان کي د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي چي په دغه ولایت کي ۳۵ ډوله کانونه تثبیت سوي چي له ډلي یې، د مرمرو او پلورایټو یوولس کانونه کورنیو شرکتونو ته په قرارداد ورکړل سوي دي.

د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وايي، دا کانونه د استخراج په حال کي دي او زرګونه کسانو ته پکښي د کار زمینه هم  برابره سوې.

د روزګان اوسېدونکي بیا د کانونو د عواېدو په اړه د حکومت څخه ځانګړي غوښتني لري. دوی وایي، د کانونو له استخراج څخه ترلاسه کېدونکي پیسې باید په روزګان کي مصرف سي.

د هغوی په وینا، دا پیسې باید د عامه تاسیساتو جوړولو، لکه ښوونځیو، روغتونونو، سړکونو او نورو پرمختیايي پروژو لپاره وکارول سي.

دوی دغه راز غوښتنه لري چي سرپرست حکومت باید د کانونو په بدل کي د سیمي خلکو ته نور کاري فرصتونه هم رامنځته کړي.