د روسیې، چین، ایران او پاکستان د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو د ملګرو ملتونو د ۷۹مي عمومي غونډي په څنډه کي د افغانستان په اړه خپله دریمه غونډه وکړه

د فارن پالیسي د راپور پر بنسټ، د روسیې او ایران د بهرنیو چارو وزارتونو د دغي غونډي په تړاو په یوه خبرپاڼه کي ویلي، چي په افغانستان کي له طالبانو سره د خبرو او متقابل احترام وړ اړیکو بدیل نسته.

له بلي خوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره ویلي چي غونډه د ۱۹ ماده ييزي بيانيې په صادرولو سره پای ته ورسېده.

په دې بیانيه کي د ایران د بهرنیو چارو وزیر د امریکا او ناټو پر رول سختي نیوکي کړي او ویلي یې دي چي دا هېوادونه باید د افغانستان د اوسني «ناورین» وضعیت ځواب ويونکي وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *