د روسیې د بهرنیو چارو وزیر : هیواد یې په شمالي قطب کي له ناټو سره د جګړې لپاره بشپړ چمتووالی لري

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف خبرداری ورکړی چي هیواد یې په شمالي قطب کي له ناټو سره د جګړې لپاره بشپړ چمتووالی لري.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چي شمالي قطب د شمالي اتلانتیک تړون د سازمان یا ناټو خاوره نه ده.
سرګي لاوروف د جمعې په ورځ د لومړي ځل لپاره د مستند فلمونو د لړۍ په اړه په تبصرو کي ویلي، دوی په شمالي قطب کي د احتمالي بحرانونو په تړاو د ناټو په تمریناتو کي زیاتوالی ویني.
هغه همداراز ټینګار کړی چي روسیه په پوځي، سیاسي او دفاعي تکنالوژۍ کي د خپلو ګټو د دفاع لپاره بشپړ چمتووالی لري.
پولیټیکو راپور ورکړی چي شمالي قطب د مځکي تر ټولو شمالي نقطه ده او د اتو هیوادونو (ناروې، سویډن، فنلینډ، ډنمارک، کاناډا، متحده ایالاتو، آیسلینډ او روسیې) سیمي پکښي شاملي دي.
له روسیې پرته دا ټول هیوادونه د ناټو غړي دي.
ناټو تر اوسه د روسیې دې ګواښ ته ځواب نه دی ویلی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *