د روسیې د بهرنیو چارو وزیر پر لویدیځ ږغ وکړ چي د طالبانو پر حکومت بندیزونه لیري کړي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د جمعې په ورځ پر لویدیځ ږغ وکړ چي د طالبانو پر حکومت بندیزونه لیري کړي او د افغانستان په بیارغونه کي مسئولیت واخلي.

لاوروف چي د مسکو فارمټ د غونډي په پیل کي خبري کولې، دا ونه ویل چي ایا مسکو به طالبان د تروریستي سازمانونو له خپل تور لیست څخه وباسي که نه.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیر خان متقي په مشرۍ یو پلاوی د خبرو لپاره مسکو ته تللی دی.

د روسیې په نوښت جوړي سوي د مسکو فارمټ شپږمي کلنۍ غونډي ته د طالبانو د یو پلاوي سربېره د مرکزي اسیا او منځني ختیځ د هیوادونو استازي بلل سوي دي.

لاوروف همدارنګه په دې غونډه کي ویلي، چي روسیه “په هیڅ صورت” نه غواړي چي دریمګړي هیوادونه په افغانستان کي پوځي اډې ونیسي او یا نوي پوځي تاسیسات جوړ کړي.

روسیه په ګاونډي تاجیکستان کي چي له افغانستان سره ګډه پوله لري، یوه پوځي اډه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *