د روسیې د جنوبي سیمي والي په ټلېګرام کي دا خبرونه تایید کړي چي اوکرایني ډرون الوتکو سهار وختي د روسیې په روستوف سیمه کي د تېلو یوه زېرمه ویشتلي او هلته اور لګېدلی دی

د ټلېګرام له لاري خپاره سوي راپورونه څرګندوي چي، د روستوف په کامینسکي سیمه کي د تېلو په زېرمه کي د اور تر لګېدو مخکي درنه چاودنه وسوه.

هغه زیاته کړې، د دې برید له امله تلفات نه‌دي اوښتي، دا بېره هم نه سته چي دا اور به د استوګني سیمو ته خپور سي او د بېړنیو چارو ځواکونه د اور د وژلو لپاره لاس په کار سوي دي.

ده تر دې مخکي ویلي وه چي، د روسیې دفاعي ځواکونو په سیمه کي څلور بې‌ پيلوټه الوتکي را غورځولي دي.

اوکراین تر اوسه په‌ دې اړه څه نه‌ دي ویلي او په خپلواکه توګه هم د دې راپورونو پخلی نه‌ دی سوی.