د دې سیمې والي پر ټلېګرام چینل لیکلي چي، د اوکراین په بریدونو کي د کریمسک او کراسنوارمیسک سیمي په نښه سوي وې، چي د هغه په خبره له مالي زیان پرته یې چاته مرګژوبله نهده اړولې.
راپورونه وایي، په برید کي د کریمسک هوایي اډه چي د ښار شمالي برخي ته نژدې پرته ده او روسي ځواکونه ورڅخه د اوکراین پر جنوبي برخي د بریدونو لپاره کار اخلي، په نښه سوې ده.
په عینحال کي د روسیې دفاع وزارت ویلي، د هوایي مدافعې سیسټم یې نن د کریمیا ټاپووزمي پر سر چي روسیې اشغال کړې، د اوکراین ۵۱ بېپیلوټه الوتکي راغورځولي دي.
دې وزارت همدارنګه ویلي، ۳۶ نوري بېپیلوټه الوتکي یې د کراسنودار د سیمي پرسر ویجاړي کړي دي.
د روسیې پر جنوبي سیمو نن د اوکراین د پراخو بریدونو په اړه راپورونه لږ وروسته تر هغه خپرېږي چي، روسیې د تور سمندرګي پر غاړه د اوکراین پر لوی ښار ادیسه پراخ بریدونه وکړل.