د روسیې د دفاع وزارت د شنبې په ورځ اعلان کړی چي پوځي ځواکونو یې د دونیڅک په سیمه کي د کیروفا ښار، چي په اوکراین کي د “وورزامسکې” په نوم پیژندل کیږي، نیولی دی

دونیڅک د اوکراین له څلورو سیمو څخه یوه ده چي که څه هم روسیه ورباندي بشپړه ولکه نه لري، خو ادعا کوي چي دا سیمه یې له خپلي خاوري سره یوځای کړې ده.

کییف او لوېدیځو متحدانو یې د روسیې دا مځکنۍ ادعا رد کړې او د نمایشي ټولپوښتني په پلمه یې د مسکو له‌خوا له خپلي خاورې سره د دې سیمي ضمیمه کول غیرقانوني بللي دي.

اوکراین ژمنه کړې چي ټولي هغه سیمي به بیرته ونیسي چي روسیې نیولي دي.

په وروستیو ورځو کي، روسیې د دونیڅک په سیمه کي د پرمختګ ادعا کړې او اعلان یې کړی چي ځواکونه یې د پوکروفسک ښار د نیولو په درشل کي دي.