د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین کییف تورن کړی چې په سرحدي سیمه کورسک کې یې ملکي سیمې په راکټونو ویشتلي دي

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین کییف تورن کړی چې په سرحدي سیمه کورسک کې یې ملکي سیمې په راکټونو ویشتلي دي.
پوتین چې پرون په دولتي تلوېزیون کې ږغېدی، دا بریدونه یې پاروونکي بللي دي.
د کورسک سیمې سرپرست والي ویلي، د اوکراییني ځواکونو په ډرون بریدونو کې دوه کسان وژل سوي دي.
اخوا روس پلوه رسنیو راپور ورکړی چې اوکرایني ځواکونو څو کلي د روسیې په خاوره کې دننه نیولي دي.
اوکرایني چارواکو لا په دې تړاو څه غبرګون نه دی ښودلی