د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کي ډونالډ ټرمپ ته د بریا مبارکي ورکړې او ویلي یې دي چي مسکو د جمهوري غوښتونکو له منتخب ولسمشر سره خبرو ته چمتو دی.
ټرمپ د ټاکنیز کمپاین پر مهال ویلي وه، چي که ولسمشر سي نو ژر به د اوکراین جګړه پای ته ورسوي، خو پهدې اړه یې ډېر جزيات نهدي ورکړي.
پوتین وویل چي، دا څرګندوني د پاملرني وړ دي او زیاته یې کړه که ټرمپ وغواړي چي اړیکي له سره ټینګې کړي، روسیه خبرو ته چمتو ده.
پوتین دا هم وویل، هغه د دې څخه متاثره سوی چي ټرمپ څنګه د نومبر د ۵مي په ټاکنو کي د ولسمشر مرستیالي کامالا هریس ته په پرېکنده توګه ماته ورکړه او د جولای په میاشت کي د وژني له هڅي وروسته په لږ وخت کي یې ځان راټول کړ.
دا څرګندوني پهداسي حال کي کېږي چي د نوامبر د پنځمي نېټې د امریکا د ولسمشرۍ له انتخاباتو وروسته چي ټرمپ وګټل، د امریکا او روسیې د اړیکو موضوع ته د نړیوالو پام زیات سوی دی.