د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون پنجشنبه اعلان کړی چي د اوکراین جګړه په شدت د یوې نړیوالي نښتي خوا ته روانه ده

د روسیې ولسمشر دا څرګندوني وروسته له هغه وکړې چي متحدو ایالتونو او بریتانیا اوکراین ته اجازه ورکړه چي د دوی له اوږد واټن ویشتونکو وسلو څخه د روسیې خاوره په نښه کړي.
پوتین خبرداری ورکړ چي مسکو ممکن ځواب ورکړي.
پوتین وویل چي روسیې د امریکا او بریتانیا د توغندیو د کارولو په ځواب کي د منځني واټن د یوه نوي هایپرسونیک توغندي په وسیله په اوکرایني پوځي تاسیساتو برید کړی او خبرداری یې ورکړ چي ښایي نور بریدونه هم وسي.
ده زیاته کړه چي تر هر برید څخه مخکي به ملکي وګړو ته خبر ورکول کېږي.
پوتین ویلي چي اوکراین د متحدو ایالتونو د ولسمشر جو بایډن په تایید د نومبر په ۱۹مه د امریکا په اکټمز توغندیو پر روسیې برید وکړ.
بل خوا د اوکراین پارلمان د توغندي د ګواښ له امله خپله نننۍ غونډه لغوه کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *