د روسیې پلازمېنه مسکو کي وسله والو پر یوه کنسرټ برید کړی

راپورونه وایي، د روسيې په پلازمېنه مسکو کي د جمعې په ماخوستن پر یوه کنسرټ د برید پر مهال ۲۰ کسان وژل سوي او تر ۳۰ ډېر نور ټپيان سوي.
لومړني معلومات ښيي چي په دې برید کي پنځو وسله والو برخه لرل، نظامي یونیفورم يې په تن وو او د کنسرټ پر ګډونوالو یې ډزي کړي.
په دغه کنسرټ کي سلګونو کسانو ګډون کړی وو او د ډزو سره هممهاله د چاودنو ږغونه هم اورېدل سوي خو تر اوسه لا څرګنده نه ده چي برید د چا له خوا سوی.
په دې اړه به نور جزیات وروسته خپاره سي.