د ورغتيا نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی، چي په افغانستان کي به د روان ميلادي کال تر پایه پوري د زرو روغتيايي مرکزونه څخه تر نيمايي زيات به ئې د نړۍوالود مرستو د کمېدو له امله وتړل سي.
دغه سازمان وايي، چي د افغانستان په ښارونو او ولسواليو کي شاوخوا ۱۰۶۸ روغتيايي مرکزونه د نړۍواله مرستندويه ادارو له خوا فعال وه، چي د کال په پېل کي درې سوه روغتيايي مرکزونه تړل سوي دي.
د ياد سازمان په وينا که چيري نړۍوال په خاص ډول امريکا د روغتيا په برخه کي د افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ور نه کړي نو د روغتيا په برخه کي به په افغانستان کښي حالت نور هم د ګواښ سره مخ سي.
يوشمېر عامو افغانانو هم ویلي چي ولایتونو او ولسوالیو کي ئې روغتیایي خدمتونه پيکه سوي او وايي، له روغتیایي سکتوره د نړۍوالو ملاتړ حیاتي دئ.