د روغتيا نړۍوال سازمان: د ایران او پاکستان څخه راغلي افغان کډوال بېړنيو مرستو ته اړتيا لري

د روغتیا نړۍوال سازمان د ايران او پاکستان څخه د راغلو کوچنيانو او ښځو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او د هغوی د سمدستي ملاتړ غوښتنه ئې کړې.
د روغتيا نړۍوال سازمان د سې‌شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي د ایران او پاکستان پر سرحدونو د کډوالو وضعیت خورا دردونکی دئ، خبرپاڼه ليکي : « راغلي کډوال، چي په کښي اميندواره ښځي، د نوي زېږېدلو کوچنیانو میندي او بې‌سرپرسته کوچنيان پکښي شامل دي، تش لاس افغانستان ته راځي، چي دلته بیا زیاتو مرستو ته اړتيا لري.» د خبرپاڼي په حواله ، ډېری دا کسان د خوارځواکۍ او انتاني ناروغیو سمدستي درملني ته اړتیا لري.
دغه سازمان وايي چي د دوی پر روغتيايي مرکزونو باندي ناروغان زیات دي، د یاد سازمان په وينا چي د پاکستان او ايران څخه راغلي افغان کډوال د روغتيا په برخه کي بېړنيو مرستو ته اړتيا لري