د روغتیا سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د بریتانیا له شارژدافیر سره د افغانستان له روغتیايي نظام سره د مرستو پر موضوع خبري وکړې

د روغتیا وزارت نن شنبه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې مولوي نور جلال جلالي د کابل لپاره د بریتانیا له شارژدافیر رابرت ډیکسن سره په کتنه کې پر دې او نورو موضوعاتو خبري وکړې.

وړاندي لیکل سوي، چي په‌ دې کتنه کي د روغتیا په برخه کي د نړیوالو مرستو پر جلب هم بحث وسو او د روغتیا سرپرست وزیر د روغتیا په برخه کي د نړیوالو ادارو همکاري مهمه وګڼله.

د روغتیا سرپرست وزیر د بریتانیا له شارژدافیر په روغتیايي برخه کي د مرستو غوښتنه وکړه.

روغتیا نړیوال سازمان په تېره فبروري میاشت کي په یوه راپور کې ویلي وو، چې ۲۰۲۴م کال به د افغانستان روغتیايي سکټور ته له چلنجونو ډک وي.