د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان د بېړني روغتیایي وضعیت په اړه د اکتوبر میاشتي راپور خپور کړی

په‌دې راپور کي ویل سوي چي، د اکتوبر په میاشت کي په افغانستان کي تر ۱۳۴ زره زیاتو کسانو په ۱۱۷ روغتیایي مرکزونو او روغتونونو کي، چي د دې سازمان تر ملاتړ لاندي دي، طبي مشورې ترلاسه کړي دي.

راپور زیاتوي چي شدید اوبلن نس‌ناستی، د بدن د اوبو کمېدا، د ډینګي تبه، شری او کوویډ-۱۹ د اکتوبر په میاشت کي عامي ناروغۍ وې.

د روغتیا نړیوال سازمان همداراز وايي چي، د نشه‌يي توکو د درملني له ۱۲ مرکزونو سره یې په افغانستان کي مرسته کړې ده.