د روغتیا نړیوال سازمان د کندهار میرویس روغتون ته ۸۵ ټنه درمل او روغتيايي وسایل ورکړي

د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان څانګي خبر ورکړی چي د کندهار میرویس حوزوي روغتون ته یې ۸۵ ټنه درمل او روغتيايي وسایل ورکړي چي په دې کي اضطراري بستې، د غیرساري ناروغیو بستې او دغه راز د عملیاتو او پانسمان تجهیزات شامل دي.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، میرویس حوزوي روغتون یوازنی روغتیايي مرکز دی چي د افغانستان په جنوب کي نږدې ۶ میلیونه خلکو ته روغتیايي خدمات وړاندي کوي.
د دغه روغتون روغتیايي تجهیزات، درمل او د کارکوونکو معاشونه مخکي د سره صلیب له خوا ورکول کېدل خو دا مهال د سرپرست حکومت له خوا ورکول کیږي.
د دغه روغتون مراجعه کوونکي اکثره وخت شکایتونه کوي چي خدمات یې د پخوا په څېر نه دي او دا مهال ګڼې ستونزي لري.