د روغتیا نړیوال سازمان وايي، چي د اګسټ میاشتي له ۲۱مي تر ۳۰مي نېټې په افغانستان کي د پولیو درې مثبتې پېښي ثبت سوي دي

یاد سازمان په یوه خبرپاڼه کي ویلي، چي د دې پېښو له ډلي دوې یې د کندهار ولایت په میوند او غورک ولسوالیو او یوه هم د هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کي ده.

د روغتیا نړیوال سازمان د راپور پر اساس، د روان ۲۰۲۴زېږدیز کال له پيل راهیسي په افغانستان او پاکستان کي د پولیو د پېښو شمېر ۴۶ ته رسېدلی چي ۲۲ یې په افغانستان او پاته ۲۴ یې پاکستان کي ثبت سوي دي.

خو د دغه سازمان په راپور کي راغلي چي پولیو د مثبتو پېښو شمېر بیا په تېر ۲۰۲۳م کال کي ۱۲ وو.

د روغتیا نړیوال سازمان داسي مهال په افغانستان کي د پولیو د نویو مثبتو پېښو د ثبتېدو خبره کوي چي د تېري سپټمبر میاشتي په ۱۶مه یو شمېر نړیوالو رسنیو د دغه سازمان د ځینو سرچینو په حواله په افغانستان کي د پولیو ضد کور په کور د واکسین تطبیقولو کمپاین د درېدو خبر ورکړی وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *