د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیوايچاو) وايي، په افغانستان کي له کور په کور واکسین څخه په ځانګړو ځایونو کي د پولیو واکسین د تطبیق د طریقې بدلول ښايي پهدې هیواد او له هغه بهر د پولیو د مثبتو پېښو د زیاتوالي لامل سي.
د روغتیا نړیوال سازمان په یوه اعلامیه کي ویلي، دا طریقه چي د روان زېږدیز کال له نیمایي راهیسي په افغانستان کي تطبیق سوې، د اندېښنې وړ ده، ځکه چي په ځینو ځایونو کي د پولیو واکسین کمپاین ټولو کوچنیانو په ځانګړي ډول نجونو ته نه رسیږي.
په دوام کي راغلي، دا مهال په افغانستان کي د پولیو د پېښو شمېر د تېرکال په پرتله ۲۸۳سلنه زیاتوالی پیدا کړی. د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، په افغانستان کې د پولیو د وحشي ویروس د ۱ ډوله چاپیریالي مثبتو پېښو شمېر چي ډېری یې په جنوبي سیمو کي وې، په ۲۰۲۴ کال کي ۸۴ ته رسېدلی، چي دا شمېر په ۲۰۲۳ کال کې ۶۴ وو.