د روغتیا نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کي ویلي، چي په افغانستان کي د بشري مرستو ته اړتیا جدي او بېړنۍ پاملرني ته اړتیا لري

د دغه سازمان په راپور کي راغلي چي د افغانستان له نیمايي ډېر نفوس یعني نږدې ۲۴ میلیونه بشري مرستو ته اړتیا لري.

له دې جملې څخه په افغانستان کي ۱۲.۴ میلیونه وګړي د خوړو له خوندیتوب څخه محروم دي او ۲.۹ میلیونه وګړي د لوږي له سختي کچي سره مخ دي.

له ۲۷ زره څخه ډېر کوچنیان روغتیایی خدمتونو ته لاس‌رسی نه لری او ۷ سوه زره کوچنیان په شدید خوارځواکۍ اخته دی.

دا راپور ښیې چي په افغانستان کي د روغتیایی سیستم د پیاوړتیا لپاره د نړیوالو سازمانونو له هڅو سره سره، روغتیایي خدمتونو ته د خلکو لاس‌رسی هغسي نه دی ښه سوی چي اړتیا ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *