د روغتیا نړۍوال سازمان: افغانستان کي د شري ناروغۍ ۴۲ سلنه زیاتي سوي دي

د روغتیا نړۍوال سازمان راپور کي ویلی دي، چي افغانستان کي د تېري فبروري میاشتي په پرتله په مارچ میاشت کي د شري ناروغي ۴۲ سلنه زیاته سوې ده.
دغه سازمان وایي چي د یادي ناروغۍ سره په څنګ کي د سخت نس ناستي، کانګو او ملاریا ناروغۍ هم زیاتي سوي دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان شمېرې ښيي، چي تنفسي ناروغۍ، د کرونا او ډینګي تبې نوي پېښي بیا په دغه موده کي راکمی سوي دي.
هغوی وايی که د روغتیا په برخه کي د افغانستان سره مرستي کمي سي امکان دي ولري، چي دغه ناروغي نور هم افغانستان کي زیاته سي.
د یادوني وړ ده چي د روغتیا نړۍوال سازمان تر دې وړاندي خبرداری ورکړی وو، چي ښایي د بودېجي د کمښت له امله د روان کال تر جون میاشتې په افغانستان کي د دغه سازمان تر ملاتړ لاندي به ۸۰ سلنه روغتیايي مرکزونه وتړل سي.