دې ادارې پر ایکس پاڼه لیکلي چي پر کانونو معیاري پانګونه د «نظام لومړیتوب» دی.
په اعلامیه کي ویل سوي چي په دغو کانونو کي د سرو زرو، اوسپني، ډبرو سکرو، کرومایت، سمنټ، سرپ شامل دي چي په هرات، کابل، کندهار، غور، تخار، بغلان او پروان ولایتونو کي موقعیت لري.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال په وینا، چي د لومړنیو څېړنو له مخي، افغانستان درې تریلیون ډالره طبیعي زېرمي لري.
د دغو کانونو د پانګوني او د کانونو د قرارداد په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل سوي.
تر دې مخکي د ریاستالوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر په هیواد کي د ۲۱ کانونو د اکتشاف او استخراج د پیل اعلان کړی وو.
د ویلو ده چي په وروستیو کي د افغانستان د کانونو په سکتور کي پانګوني ته د بهرنیو پانګوالو په ځانګړې توګه د چین، ایران او ازبکستان پام ور اوښتی دی.