د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وایي چي له تېرو دوو کلونو راهیسي یې په کابل او ولایتونو کي له ۶۲ زره ۱۹۲ ډېر سوالګر ټول کړي دي

د دې ادارې په خبرپاڼه کي ویل سوي چي په دغو سوالګرو کي ۲۷ زره ۷۱۵ مستحق، ۳۱ زره ۱۲۶ حرفوي او پاته نور یې «بې‌سرپرسته» کوچنیان او په نشه‌يي توکو روږدي کسان دي.

د ویلو ده چي په راټولو سویو سوالګرو کي ښځي او کوچنیان هم شامل دي.

په افغانستان کي د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته د هیواد په ډېرو ښارونو کي د سوالګرو د راټولېدو لړۍ پیل سوه، چي لا هم ادامه لري.

تر دې وړاندې د سرپرست حکومت مسوولینو ډاډ ورکړی وو چي مستحق سوالګرو ته به میاشتینۍ تنخوا ټاکل کېږي، او د دوی ستونزو ته به رسېدنه کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *