د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کي د افغانستان د تازه مېوو او سبزيو له یو شمېر سوداګرو سره وکتل

یادو سوداګرو په دغه کتنه کي وويل چي دمګړی له هيواد څخه بهر ته د مېوو او سبزیجاتو په صادراتو کې زیاتوالی راغلی، د افغانستان مېوې او سبزي اوس ډېرو هيوادونو ته صادريږي، خصوصي سکتور خودکفا سوی او په بېلابېلو سکتورونو کي د پام وړ پرمختګونه راغلي.

هغوی همدارنګه خپلي ستونزي د رياست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شريکي کړي او ويې ويل چي په تورخم کي د رامنځته کېدونکو ستونزو له امله سوداګر او افغان بزګران زیانمنيږي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په دغه کتنه کي ویلي، چي هیڅوک باید د سوداګرو پر وړاندي ستونزي رامنځته نه کړي او بايد د سیمي د هيوادونو ترمنځ په اقتصادي او سوداګریزه برخه کي د اسانتياوو برابرولو هڅي وسي.