د زابل د اټغر ولسوالۍ اوسیدونکي شکایت کوي چي د دوی په ولسوالي روغتیايي خدمات کم دي

د زابل د اټغر ولسوالۍ اوسیدونکي شکایت کوي چي د دوی په ولسوالي روغتیايي خدمات کم دي او د دوی اړتیاوي نه پوره کوي. دوی وایي ډیری وخت نازک حاله ناروغان روغتون ته تر رسیدو مخکي ساه ورکوي. دوی په ولسوالیو کي د روغتیايي خدماتو د پراختیا غوښتنه کوي.