د زابل والي د ملا محمد عمر اخند په زیارت کي د داخل سړکونو د جوړولو چاري پيل کړې

مسوولین وایي، د زابل ولايت په سيوري ولسوالۍ کي د ملا محمد عمر اخند په زیارت کي د داخلي سړکونو چي ۵۰۰ متره اوږدوالی لري د جوړېدو چاري پيل سوې.
د دغه چارو د پيل پر مهال د زابل والي مولوي حزب الله افغان ویلي؛ چي د يادو سړکونو د ښه باکيفيته جوړولو لپاره یې ځيني مهمي سپارښتني کړي دي.
هغه زیاته کړې؛ ياد سړکونه چي ټوله اندازه ۵۰۰ متره کيږي د يوې مياشتي په موده کي د څه باندي یو یو میلیون افغانیو په لګښت جوړیږي.
مسوولین وایي، دغه راز د ملا محمد عمر اخند زیارت په داخل کي د مدرسې جوړولو چاري هم جریان لري چي څه کم څلور لکه ډالر لکښت ورباندي راځي او چاري به یې په شپږ میاشتي کي بشپړي سي.