د زابل ولايت په ميزانه ولسوالي کي ۱۳ کلنه دښمني په دوستۍ بدله سوه

د زابل ولایت مطبوعاتي دفتر وایي، د دغه ولایت د مسوولینو په هڅو په ميزانه ولسوالي کي ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله سوه.
د زابل ولایت مقام مطبوعاتي مسوول صدیق الله وثیق وايي، یاده دښمني چي د حقوقي موضوع پر سر ديارلس کاله وړاندي رامنځته سوې وه یوه تن پکښي خپل ژوند له لاسه ورکړی وو او دغه راز له دواړو لوریو څخه پکښي څو تنه ټپیان سوي هم وه.
د هغه په وینا، نن د زابل ولایتي مسوولینو او د سیمي د علماء کرامو، قومي مشرانو او سپين ږيرو په منځګړیتوب د دې دښمنۍ دواړه ښکېلي خواوي سره کښېنول سوه او تر منځ یې روغه جوړه وسول.
د زابل ولایت مقام مطبوعاتي مسوول وایي، د ولايت مقام د دفتر رييس حافظ عتیق له دواړو لوریو څخه مننه وکړل چي تر پخوانۍ دښمنۍ یو بل ته ور تېر سول.
د هغه په خبره، په دغه دښمنۍ کي ښکېلو دواړو اړخونو هم خوښي وښودل چي د علماوو، قومي مشرانو او حکومتي مسوولینو په هڅو د دوی تر منځ دښمني له منځه ولاړه او نور به په بېره کي ژوند نه تېروي.