د زابل ولایت مرکز قلات ښار کي د ۲۰ ورزش کارانو ترمنځ د ځغاستي سیالۍ ترسره سوې

مسوولین وایي، د یادو سیالیو په پایله کي عبدالقادر لومړی، عطامحمد  دویم او سلطان محمد بیا درېیم مقام ترلاسه کړ.

ځوانان وایي، د ځغاستي او نوري ورسته سیالۍ باید زیاتي سي تر څو ځوانان له نورو ناوړه او بې ګټي کارونو څخه پام سپورټ ته واړوي.