په دغو سیالیو کي د همراز، عمران او احمدالله کلبونو ورزشکارانو ګډون کړی وه، چي په پايله کي یې د احمدالله کلب ورزشکارانو لومړی مقام خپل کړ.
پر همدې مهال د دغه ولایت په مرکز قلات ښار کي د دوو کلبونو د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ ملي او دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو او پرمختگ په موخه د لاس چپه کولو سيالۍ ترسره سوې.
دغه سیالۍ، چي د استاد علي احمد او استاد رحمت الله کلبونو ورزشکارانو ترمنځ چمتو سوي وې، په پايله کي د استاد رحمت الله کلب ورزشکارانو په بريا پای ته ورسېدې.