د زابل ولایت یو شمېر بڼوال وايي تمه لري چي دتير کال په پرتله به يي حاصلات زيات وي

د زابل ولایت یو شمېر بڼوال وايي تمه لري چي تازه ثمر ته رسیدلي باغونه به ئې د تیر کال په پرتله څو برابره زیات حاصلات ورکړي.

د یاد ولایت اړوند مسوولین هم په دغه ولایت کي د بادامو په حاصلاتو کي د زیاتوالی پخلی کوي او وايي چي د د ځینو همکاره موسساتو په مټ ئې پر ۱۳ سوه جريبه مځکي د بادامو نوي نيالګي ايښي دي.