د زابل په خاک افغان ولسوالۍ کي میشت هزاره توکمي اوسیدونکي د ژوند د اولیه توکو له نشت شکایت کوي

د زابل په خاک افغان ولسوالۍ کي میشت هزاره توکمي اوسیدونکي وایي ژوند ئې له کړاونو ډک دئ. دوی وايي چي نه د څښلو اوبه لري او نه هم د کرهنيزو مځکو د اوبولو لپاره اوبه لري. دوی شکایت کوي چي د دوی سيمي ته په تیر وخت کي هم هیچا پاملرنه نه ده کړې.