د زرغونې انا مقبرې ترميماتي چاري پای ته ورسېدې

د کندهار د اطلاعات او کتلور ریاست مسوولین وایي، د لوی احمدشاه بابا د مور زرغونې انا مقبره چي د ارغنداب ولسوالۍ اړوند په کوهک سيمه کي موقعيت لري، ترميماتي چاري درې مياشتي وړاندي د اطلاعات او کلتور وزارت له لوري پيل سوي وې.
د کندهار د اطلاعات او کلتور ریيس مولوي انعام الله سمنګانی وايي، اوس د زرغونې انا مقبرې ترميماتي کارونه پای ته رسېدلي او پر ياده پروژه يوولس ميليونه افغانۍ لګښت راغلی، چي د اطلاعات او کلتور وزارت له بوديجې ورکړل سوې.
د هغه په خبره، د هيواد په کچه د تاريخي ابداتو د ترميماتو په دوام په کندهار کي د لوی احمدشاه بابا د کور ترميماتي چاري هم دوام لري او ځيني تاريخي ځايونه ترميم سوي دي.