د افغانستان کرکټ بورډ د زمبابوې خلاف د درو ۲۰ اوريزه او درو ۵۰ اوريزه لوبو له پاره دوه جلا، جلا نوملړونه اعلان کړل.
په دغو نوملړونو کي د ۲۰ اوریزو لوبو د ۱۷ لوبغاړو لوبډلمشري راشد خان ارمان او د ۵۰ اوریزو لوبو د ۱۸ لوبغاړو لوبډلمشري حشمت الله شهیدي کوي.
افغانستان او کوربه زمبابوې کرکټ ملي لوبډلي به د رواني ډسمبر مياشتي پر ۱۱مه د درو ۲۰ اوريزه لوبو لوبلړۍ پيل کړي او تر هغه وروسته به درې ۵۰ اوريزه او دوې ټسټ لوبي هم وکړي.