د زمبابوې د کرکټ بورډ په اعلامیه کي ویل سوي دي چي دا لوبي به د ډسمبر په میاشت کي پیل کېږي او د بل کال د جون په شپږمه نېټه به پای ته رسېږي.
د افغانستان او زمبابوې ترمنځ به درې شل اوریزي، درې یوه ورځنۍ او دوې د ټست لوبي کېږي، چي لومړۍ لوبه یې د ډسمبر په نهه پیل کېږي.
د دغو سیالیو کوربه زمبابوې هیواد دی.
په اعلامی کې د زمبابوې د کرکټ بورډ د مشر تاونګوا مکوهلاني له خولې ویل شوي دي د ټست ترلوبو مخکې به زمبابوې له افغانستان سره درې شل اوریزې او درې یوه ورځنۍ لوبې کوي، دا لوبه به د زمبابوې په مرکز هراري او بولایوا کي کېږي.
په اعلامیې کي همدغه راز د افغانستان د کرکټ بورډ د مشر میرویس اشرف له خولې ویل سوي چي زمبابوې ته د افغانستان دا سفر ډېر مهم دی او د دواړو خواو ترمنځ لوبي تل سختي او ننګوونکي وې وې.