د غبرګولي لسمه نېټه د زنبق څلور لاري د خونړي بريد اته کاله پوره کېږي. اته کاله وړاندي دغه برید، چي یوه له هغو پېښو څخه وه چي د کابل په مرکزي سیمه کښي ئې سخت زیانونه اړولي، په دغه کښي لږ تر لږه ۱۵۰ تنه ووژل سول او له ۴۰۰ څخه ډېر کسان پکښي ټپيان سول. د دې غمجني پېښي ډېری قربانیان ملکي وګړي وو، چي د خپلو اولادونو له پاره ئې حلاله ډوډۍ پيدا کول. دا پېښه د هغې ناوړه ورځي یوه دردناکه یادونه ده چي د کابل اوسېدونکو ته ئې ژور ټپونه پریښودل.