د زور له لاري د ط.البانو د واک څلور کاله پوره سول ،خو د افغانانو لخوا تر اوسه نه دي منل سوي

نن د اګسټ ۱۵ مه د طالبانو د واک ته رسیدو څلورم کال پوره کیږي خو بیا هم افغانان د ط.البانو حکومت یو پردی حکومت ګڼي او د یو رسمي او مشروع حکومت حساب نه پر کوي .
ط.البانو څلور کاله مخکي د جنګ او تشدد له لاري د افغانستان حاکميت په لاس کي واخیستی او دغه څلور کاله پرلپسې یې د افغانانو د وهلو ، بیرولو ، ګوښه کولو څخه بل کار نه دی کړی ، افغانان یې د خپلو اساسي حقونو څخه بې برخي کړه ، د نجونو ښوونځۍ او پوهنتونونه یې بند کړل، د سړیو څخه یې د خپل وریښتو او ږیري اختیار واخستی،صحرایې محکمو او انتقامو ته یې زور ورکړی ، رسنۍ یې سانسور کړې او ورسره یې د تیر نظام سرتیري شکنجه او زنداني کړل.
پس له څلور کاله حاکمیت څخه بیا هم افغانان ط.البان نه مني ، او هغوی د پاکستان استخباراتي کسان بولي او تل یې د ورکېدو غوښتني کوي