د زړه پر ناروغۍ د اخته کوچنیانو کورنۍ :د زړه ناروغیو د درملني مرکزونو ته لاسرسی نه‌لري

د زړه له نړیوالي ورځي سره هم مهاله، په هیواد کي د زړه پر ناروغۍ د اخته کوچنیانو یوشمېر کورنۍ وايي، د زړه ناروغیو د درملني مرکزونو ته لاسرسی نه‌لري.

د دوی په وینا، اکثره کسان د زړه په ناروغۍ اخته کوچنیان کابل ته ليږدوي خو بیا یې هم ښه درملنه نه کیږي او دغه راز د اقتصادي ستونزو له امله هم له ستونزو سره مخ دي.

په همدې حال کي د افغاني سرې مياشتي ټولني مسوولین وايي چي په تېرو درېيو کلونو کي د دغه ادارې له لاري د هیواد په دننه او بهر کي د څلور زره کوچنیانو چي د زړه په ناروغيو اخته وه درملنه سوې.

د افغاني سرې میاشتي د ویاند مرستیال فضل الحق مقصودیار وايي، دا مهال په هیواد کي ۱۴ زره کوچنیانو چي د زړه سوري لري د درملني په تمه دي.

یوشمېر ډاکټران د امېندوارو مېرمنو له‌خوا په خپلسري ډول د درملو کارول او له نږدې خپلوانو سره ودونه د کوچنیانو د سوري زړه ناروغۍ د اخته‌کدو اصلي لاملونه بولي.

د روغتیا نړیوال سازمان پر ایکس لیکلي چي د وینې لوړ فشار په نړۍ کي د ۳۰ او ۷۹ کلونو ترمنځ شاوخوا ۱.۳ میلیارډ د لوړ عمرلرونکي کسان اغېزمن کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *