چارواکي وايي، د زیاتې واوري اورښت له امله د کابل – غور لویه لار د بندبک په سیمه کې د ترافیکو پر مخ وتړل سوه.
د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس ویلي، چي دوی هڅه کوي دغه لار د ترافیکو پرمخ خلاصه کړي.
په ورته وخت کي هغه ویلي، چي په سالنګونو کي واوره اورېدل پيل سوي او تر دې دمه په جنوبي سالنګ کي د واوري کچه اووه سانتي مترو ته رسېدلې ده.
په سالنګه کي د اورښت کچه ۳ کیلومتره، د باد سرعت په یوه ثانیه کي ۲ متره او د هوا تودوخه له منفي ۱،۵ څخه تر منفي ۷ درجو پوري اټکل سوې ده.
د ټولګټو چارو وزارت وايي، چي د هیواد په یو شمېر نورو ولایتونو کي هم واوره ورېږي خو سړکونه لا هم د ترافیکو پر مخ خلاص دي.