د ټولګټو چارو وزارت وايي چي د سالنګ لویه لاره د واورو د اورېدو او د لید د ساحې د لنډېدو له کبله د ټولو مسافر وړونکو او بار وړونکو موټرو پرمخ موقتا بنده سوې ده.
د دې وزارت ویاند محمداشرف حقشناس پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چي دا لویه لاره نن سه شنبه بنده سوه. نوموړی وايي، چي د هوا له ښه کېدو او د توفان له ختمېدو وروسته به په واورو پوښلي سیمي پاکي او لاره به خلاصه سي.
ښاغلی حقشناس له موټرچلوونکو او مسافرو غواړي چي تر بلي خبرتیا پوري پردې لاره له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.
د سالنګ لویه لاره چي د هیواد د شمال ۹ ولایتونه له پلازمېني سره نښلوي د ژمي په موسم کي د درنو واورو اورېدو له کبله څوځله بندېږي خو بېرته پرانیستل کېږي.