د سره صليب نړيواله کمېټه: په افغانستان کي يې شاوخوا پنځه لکه کسانو ته چي ډېری يې ښځي او کوچنیان دي، روغتيايي او درملني خدمتونه وړاندي کړي دي

د سره صليب نړيواله کمېټه د خپل شپږ مياشتني راپور په خپرولو سره وايي، په افغانستان کي يې شاوخوا پنځه لکه کسانو ته چي ډېری يې ښځي او کوچنیان دي، روغتيايي او درملني خدمتونه وړاندي کړي دي.

دغه کمېټې په یوه خپاره کړي راپور کي ویلي، دغه خدمتونه په افغانستان کي د واکسین، د کوچنیان د خوارځواکۍ، د روغتیايي کارکوونکو د ځواکمنېدو او روزني او د رواني مشورې په برخو کي ترسره سوي دي.

د راپور په دوام کي راغلي، چي په تېرو شپږو مياشتو کي د يادي کمېټې اړوند په ۴۶ روغتيايي مرکزونو کي له یو لک او ٤٨ زرو څخه زيات کوچنیان واکسين سوي او له ۴۰۰۰ څخه زياتو د خوارځواکو کوچنیانو ملاتړ سوی.

دا کمېټه وايي، په ځينو روغتیايي مرکزونو کي د افغانستان سرې میاشتي هم د روغتیايي پروژو په تطبیق کي برخه اخیستې ده.