د سره صلیب نړیوال فدراسیون په یوه راپور کي ویلي، چي سږ کال په افغانستان کي ۲۳.۷ میلیونه خلک «بېړنیو» بشري مرستو ته اړتیا لري

په دغه راپور کي ویل سوي، چي په افغانستان کي بشري بحران پېچلی سوی او دغه هیواد له اوږدمهاله بحرانونو سره مخ دی.

د سره صليب نړيوال فدراسيون طبيعي پېښي، د موسمي بدلون زياتېدونکي اغېزې، د خلکو کورني بې ځايه کېدل، اقتصادي ننګوني، د خوراکي توکو نه خونديتوب او د روغتيا په برخه کي ننګوني په هیواد کي د بشري ناورين اصلي لاملونه بللي دي.

دغه سازمان وايي، اوس مهال د افغانستان تر ۸۵ سلنه ډېر وګړي د بېوزلۍ تر کرښې لاندي ژوند کوي.

په دغه راپور کي ویل سوي، چي د روان کال په اپریل او جولای میاشتو کي په هیواد کي دغه کړکېچ لا پسي بدتر سوی، په ځانګړې توګه کله چي د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کي سختو بارانونو او سېلابونو په مستقیم ډول ۲۹۵ زره کسان اغېزمن کړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *