د سري‌لانکا په کرکټ لیګ کي د کریم جنت اخیستونکی ټیم لغوه سو

د سري لانکا د کرکټ په تجارتي لیګ کي هغه ټیم لغوه سوی چي د افغانستان کریم جنت یې د ترټولو قیمتي بهرني لوبغاړي په توګه رانیولی وو.
د سري لانکا پریمیر لیګ تنظیموونکو اعلان کړی چي دمبولا تندرز ټیم یې وروسته له هغه لغوه کړ چي د ټیم مالک د فساد، رشوت خوړلو او میچ فیکسنګ په تور ونیول سو.
له دې یوه ورځ وړاندي د ال پي ال په داوطلبۍ کي د دمبولا تندرز ټیم کریم جنت په ۸۰ زره ډالر رانیولی وو.
پولیسو ویلی، چي د دمبولا تندرز بنګلدیشي الاصله بریتانوی مالک تمیم رحمان یې د پایتخت کولمبو په هوايي ډګر کي په داسي حال کي ونیوی چي غوښتل یې دوبۍ ته پرواز وکړي.
د دمبولا تندرز ټیم له خوا د کریم جنت ترڅنګ د افغانستان دوه نور لوبغاړي حضرت الله ځاځی او ابراهیم ځدراڼ هم اخیستل سوي وه.
د دمبولا تندرز له خوا د اخیستل شویو لوبغاړو د برخلیک په اړه تراوسه څه ندي ویل شوي.