د سرپرست حکومت مرکزي ویاند پر خپله اېکس‌پانه لیکلي چي امنیتي ځواکونو د غور «مارکو» سیمه کي د داعش پر پټنځای عملیات کړی دی

ذبېح‌الله مجاهد لیکلي چي په دغو عملیاتو کي د داعش ډلي د یوه مشر په ګډون دوه داعشیان وژل سوي او یوشمېر نور نیول سوي دي.

د نوموړي په وینا، نیول سویو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.

د هغه په وينا، دغو کسانو د روان کال سنبلې مياشت کي د دایکندي په سنګ‌تخت او بندر ولسوالي کي پر يوشمېر ملکي وګړو د برید مسووليت منلی وو او همدارنګه یې غور، کابل او باميان کي هم ځینو نورو بريدونو کي لاس درلود.

مجاهد زیاته کړې چي د داعش دغه ډله په مستقيم ډول په بلوچستان کي د داعش له مرکزونو څخه رهبري کېده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *