——————-
د سرپرست حکومت مسوولان وايي چي د ملګروملتونو سازمان کي د افغانستان د سیاسي استازولي څوکۍ غصب سوې او په وینا یې، دوی ته باید وروسپارل سي.
د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، دغه څوکۍ د اسلامي امارت حق دی او ملګري ملتونه دي د ورسپارلو لپاره له دغه حکومت سره پرېکړه وکړي.
د سرپرست حکومت له لوري ملګروملتونو کي د افغانستان څوکۍ ته ورپېژندل سوی استازی سهیل شاهین ټينګار کوي، که دغه څوکۍ د سرپرست حکومت په واک کي ورکړل سي، سرپرست حکومت کولای سي په ښه توګه د افغانانو استازیتوب وکړي او په نړۍوالو موضوعاتو کي هم ښه او اغېزناک رول ولوبوي.
ویل کېږي چي دا مهال په ملګروملتونو کي د افغانستان څوکۍ د افغانسان د مخکیني حکومت د ډیپلومات په واک کي ده.