د سرپرست حکومت مشرتابه له ټولو والیانو سره لیدلي

ارګ وايي، د سرپرست حکومت مشرتابه په کندهار کي د ټولو ولایتونو له واليانو سره لیدلي دي.

ارګ نن په یوه خبرپاڼه کي ویلي، په دغه لیدنه کي مشرتابه ټولو والیانو ته په ټينګار سره ویلي چي، هیڅ چا ته اجازه ور نه کړي؛ ترڅو غیر شرعي کارونه ترسره کړي.

په خبرپاڼه کي نور معلومات نه دي ورکول سوي چي، دا لیدنه څه وخت سوې؛ خو د مشرتابه له خوا ټينګار په کښي سوی چي، ټول مسوولین باید شرعي قوانین عملي کړي.

له دې وړاندي هم د سرپرست حکومت مشرتابه په غونډو کي له مسوولینو سره د شرعي قوانینو پر عملي کېدو او د غیر شرعي کړنو پر نه کولو ټينګار کړی.